IQNA

د ؛ورټل ؛ قرآڼي سیالۍ نهای مرحلې ته  لاره موندونکي قاریان معرفي  شول

9:13 - April 07, 2024
د خبر لمبر: 3489004
ایکنا- د ؛ ورټل ؛ نومې قرآني سیالۍ  نهائي مرحلې ته  لاره موندونکي اته  غوره قاریان معرفي شول. دغه کسان به د روژې  د مبارکې میاشتې په وروستیو شپو ورځو کې  خپلو سیالیو ته دوام ورکړي.

ایکنا نیوز د ثقلیّن خبری چینل  له قوله راپور راکړ، د ؛ورټل ؛ د قرآن د ترتیل دنړیوالو سیالیو دریمه مرحله  نهائي مرحلې ته د لاره موندونکو اتو غوره قاریانو په معرفي کیدا سره  پاي ته ورسیده.

په دغو اتو قاریانو کې د ایران حسین عزیزي ،د افغانستان محسن شجاعي،له ایرانه مجتبی محمد بیګي، له عراقه  منتظر رعد خالد، له افغانستانه مصطفی جیدي،د عراق حیدر زامل ، له پاکستانه انعام الحق او د مصر محمود ابراهیم فتحي  شامل دي.

 د  سیالیو د دریمې مرحلې  قضاؤت هم له مصره د غږ داؤر  شیخ محمد علی جبین، د ابتدا او وقف قاضي له عراقه  شیخ مهدي  قلندر البیاتي،د کویت د لهجې د برخې قاضي عباس البلوشي  او د دایران د نغمو قاضي ، سید عباس انجم  په غاړه  ؤ.

د ؛ورټل ؛ د قرآن کریم د قرائت نړیواله ټيلیویژني سیالۍ په روژې مبارکې میاشتې کې د مکې په وخت څلور نیمې بجې  خپریږی، او له ثقلین  چینل څخه او د ددغه چینل   له انټرنیټي پاڼو څخه د سهار وختي دوه بجې   بیا خپریږي.

 د یادولو ده چې ورټل  سیالۍ د قرآن کریم د قرائت لپهر  یوه داسې نړیواله ټيلیویژني سیالۍ ده چې  د  نړیوالې رسندوئې د فعال او قاري احمد نجف په وسیله برابره او وړاندې شوې ده او د الثقلین سپوږمکیز چینل څځه  خپریږي.

د ترتیل په تلاؤت کې د  ؛ و رټل ؛ قرآنی نړیوالې او ټيلیویژنی سیالۍ د لومړي ځل لپاره  داسلامی نړۍ په سویه تیر کال د ثقلین نړیوال چینل په ویاړ سره  پلان او د روزې دمبارکې میاشتې له لومړۍ نیټې څخه  ددغه  نړیوال  چینل له سټوډیو څخه خپره شوه.

معرفی راه‌یافتگان به مرحله نهایی مسابقه قرآنی «و رتل»

https://iqna.ir/fa/news/4208607

captcha